د مې ۲۱مه د چای نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو له لوري د چای نړیوالې ورځې په توګه نومول په نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه هم د دې څښاک اهمیت او ارزښت په ګوته کوي.
د چای او کافي سوداګرۍ ژورنال د چای نړیوال راپور له مخې، چین د نړۍ نږدې نیمایي چای يعنې ۴۸ سلنه تولیدوي. هند د نړۍ ۲۰ سلنه چای جوړوي،چې دویم تولیدونکی دی، ورپسې کینیا ۸ سلنه، ترکیه ۴ سلنه او سریلانکا ۳ سلنه چای تولیدوي.
چین سره له دې چې په نړۍ کې د چایو له ټولو لوی تولید لري، له ټولو په لوړه کچه مصرف کوونکی هېواد هم دی. په ۲۰۲۲ م کې د چین د چایو مصرف شاوخوا درې میلیونه ټُنه ښودل شوی،چې د نړۍ د چایو د مصرف ۴۶ سلنه جوړوي.
د يادونې ده، چې د افغانستان زعفران چای د دغه هېواد او يو شمېر نورو هېوادونو له مشهورو چايو څخه شمېرل کېږي او چای د دغه هېواد د وګړو له عامو څښاک څخه دی.
چای یو له نامتو څښاکو شمېرل کېږي،چې په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو خوندونو کې مصرف کېږي. د چای کرنه او استعمال له ۵۰۰۰ کلونو را په دې خوا رواج شوې.
د یادولو ده چې د چای نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي،چې دا نبات اوس هم په سيمو کې په دوديزه بڼه کرل او پروسس کېږي.



