په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ويلي،چې په دغه هېواد کې له هرو درېیو ماشومانو یو یې ښوونځي ته نه ځي، چې له دې منځه یوازې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
دغه سازمان زیاته کړې،چې د نړیوال بانک د آسیایي څانګې په همکارۍ د تنکیو نجونو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د جوړولو ملاتړ کوي.
د یونیسف پر وینا، په افغانستان کې نجونې په ښوونځي کې د زده کړو له حقه محرومې دي.
دغه سازمان زیاته کړې،چې له نجونو سره مرسته کوي چې د «چټکو زده کړو په مرکزونو» کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده،چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نجونو پر زده کړو او تحصیل بندیز لګول شوی دی.
په وروستیو ورځو کې طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د زده کړو محلي ټولګي هم تړلي دي.



