دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مزار شریف کې د کرېکټ د ۲۰ اووریزو سیاليو پیل

د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د کرېکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې،چې پنځه لوبډلې په‌ کې برخه لري او دوې اوونۍ به دوام وکړي.

بلخ کې د طالبانو د کرکټ ولایتي مسئول محمدالله ثابت نن د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې ویلي، دغه تورنمنټ کې پنځه لوبډلې ګډون لري،چې ۱۳ لوبې به ترسره کړي او په دوو اوونیو کې به پای ته ورسېږي.

ثابت زیاته کړې، دا سیالۍ ۲۰ اووریزې بڼه لري او هره ورځ به یوه لوبه د ماسپښین له خوا ترسره کېږي،چې په دغو سیالیو کې به هره لوبډله څلور– څلور لوبې ترسره کوي.

ثابت د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره استعدادونو موندل، د لوبغاړو فزیکي چمتووالی او د راتلونکو انټرکلب سیالیو لپاره چمتووالی بولي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي، محمدانور ویلي، د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او له کرېکټ بورډ څخه يې غوښتي چې ولایتي لوبغاړو ته ډېره پاملرنه وکړي.

احمدخالد چې د دغو سیالیو یو بل لوبغاړی دی، ويلي، په بلخ کې د کرېکټ لوبه د ودې پر حال کې ده او ډېر پیاوړي لوبغاړي لري.

نوموړی د معیاري لوبغالي نشتون د دوی لپاره یوه لویه ننګونه بولي او له کرېکټ بورډ څخه غواړي،چې په دې برخه کې یې ستونزې هوارې کړي.

د یادونې ده، دغه سیالۍ د داوود مزمل په نوم د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

- Advertisment -spot_img