چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“له افغان کډوالو سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي”I

یواېن‌اېچ‌سي‌ار راپور ورکړی، چې مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کډوالو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړيوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي.

په افغانستان کې ‫د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، د مرستو په ډېرېدو سره کولای شي له افغان کډوالو سره ډېر څه وکړي.

د جمال پر وینا، افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي چې د امکاناتو له پلوه یې منلو ته اړین تیاری نه لري.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبر مياشتې راهیسې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېر یې په جبري ډول شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کډوالو نړيوالې ادارې مشرې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشردوستانه مرستو ټولنې په غونډه کې افغان کډوالو ته د حیاتي چوپړتياوو پر وړاندې کولو د ټینګار تر څنګ وویل،چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img