د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګيي سره لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي.
د ياد وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن چهارشنبې ویلي چې امیر خان متقي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې،چې نږدې راتلونکې کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګريز حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
متقي ویلي، ټولو هغو ستونزو ته باید جامع حل پیدا شي چې افغان سوداګر د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت ورسره مخ کېږي.
هغه غوښتنه کړې،چې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپاره بین الحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی،چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه کوي،چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه لهمنځه یوسي.
وانګيي زیاته کړې چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.



