یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان ته د بشري مرستو په اړه د اروپايي ټولنې غونډه پیل شوې

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو غونډه،چې په بروکسل کې جوړه شوې، د افغانستان پر کړکېچ تمرکز کوي او سیمه‌ییزو ننګونو، د کډوالو ستنولو او بیړنیو بشري اړتیاوو ته پام اړوي.

اروپايي ټولنې پرون دوشنبې خپله څلورمه بشري غونډه په بروکسل کې راوبلله، چې موخه یې د افغانستان روان کړکېچ ته سیمه‌ییزه کتنه وه.

په دې بحثونو کې په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان مهاجرو پر ستنولو او ورسره تړلیو بشري ستونزو تمرکز وشو.

اروپايي ټولنه غواړي،د افغانستان کړکېچ د سیمه‌ییزو اغېزو یو بشپړ انځور وړاندې کړي او د افغانانو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړي.

په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشرې، مي هیونګ پارک،ویلي،چې وضعیت ورځ تر بلې سختېږي او افغانستان دا مهال له ایران او پاکستانه د مهاجرو د جبري بېرته ستنولو له دوهمې څپې سره مخامخ دی.

د راپورونو له مخې، ایران هره ورځ له ۲،۰۰۰ تر ۵،۰۰۰ پورې افغان مهاجر باسي. تېر کال له ایرانه ۱.۲ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو او دا شمېر اوس ۱.۵ میلیونو ته رسېدلی.

د ستنو شویو کسانو نژدې ۸۰ سلنه غیر اختیاري یا جبري وو.

له پاکستانه ستنېدونکي افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی تر وتو مخکې نه شي کولای خپل مالونه وپلوري یا انتقال کړي او د ډېرو وسایل د پولې پر سر ضبطېږي.

دا خلک افغانستان ته له محدودو مالي امکاناتو سره راځي. همداراز، ډېری ستنېدونکي رسمي اسناد نه لري، چې دې کار یې د بیا ځای پر ځای کېدو او د خدماتو د ترلاسه کولو بهیر پېچلی کړی دی.

د وضعیت د خرابېدو په غبرګون کې، اروپايي ټولنې د بیړنیو مرستو خپله زېرمه فعاله کړې او د ۲۰۲۴ م کال لپاره یې د نژدې ۱۵۰ میلیون یورو بشري مرستې ژمنه کړې ده.

له دې مرستې څخه به نژدې ۱۲۶ میلیون یورو د افغانستان دننه د مرستو لپاره وکارول شي او له ۱۱ میلیون یورو څخه زیات به په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته ځانګړي شي.

دا مرستې به د خوړو، سرپناه، روغتیايي پاملرنې او زده‌کړې په برخو کې، په ځانګړي ډول د زیانمنو ټولنو لپاره، حیاتي اړتیاوې پوره کړي.

- Advertisment -spot_img