د افغانستان لپاره د نړيوال بانک رييس، فارس حداد زیروس، د اروپا د بشري مرستو په غونډه کې ویلي،چې یاد بانک له ۲۰۲۱ م کال راهیسې تر اوسه له افغانستان سره ۲.۲ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، دا مرستې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لارې برابرې شوې او د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستې ده.
ښاغلي زیروس ویلي، ملګري ملتونه له ۲۰۲۱ م کال وروسته، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د څو میاشتو لپاره له افغانستانه ووتل، خو بیا بېرته راستانه شول.
ده څرګنده کړه،چې نړيوال بانک په افغانستان کې له نړیوالو غیردولتي بنسټونو او مدني ټولنو سره کار کوي، په ځانګړي ډول د ښځو پر وضعیت تمرکز لري، تر څو د افغانانو بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.
د نړيوال بانک رییس ویلي، چې بانک هڅه کوي خپلې مرستې د «اصولمحوره» لیدلوري پر بنسټ تنظیم کړي، خو د افغانستان د اوسني وضعیت له امله دغه لیدلوری ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د هغه پر وینا، دغه تګلاره له دې امله ستونزمنه ده، چې د مرستو ارزونه د ښځو د ګډون او د ښځو لپاره د خدماتو د شتون له مخې ترسره کېږي.
زیروس وضاحت ورکړی،چې د طالبانو قوانین، په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون، د ښځو غږ، فعالیت او مشارکت په بېلابېلو بڼو محدودوي.
د نړيوال بانک ریيس ویلي، بانک هڅه کوي داسې لارې ومومي،چې د خدماتو د دوام امکان برابر کړي، څو له روانو شرایطو سره د تطابق لپاره تعامل ته لاره پیدا شي.



