یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سرپل کې یو ځوان خپل پلار وژلی

سرپل کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په «ګوسفندي» ولسوالۍ کې يې هغه ځوان نیولی،چې خپل پلار یې وژلی او خور یې ټپي کړې وه.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو ویلي دغه ځوان پرون د ګوسفندي ولسوالۍ په «یول‌تراب» کلي خپل پلار او خور په چاقو وهلي وو،چې پلار یې د ټپونو له امله ژوند بایلود.

د سرچینې پر وینا قاتل د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

له دې مخکې د فاریاب په «خواجه‌سبز‌پوش» ولسوالۍ کې د منهاج‌الدین په نوم یو کس پر خپل ۶۰ کلن نیکه وژلی و.

فاریاب کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسئولینو ویلي وو چې امان الله په نوم ۶۰ کلن سړی د «منهاج‌الدین» په نوم د خپل لمسي لخوا په دوکان کې د توپانچې په ډز وژل شوی او د قاتل د نیولو خبر یې ورکړی و.

د ویلو ده چې په هېواد کې د دا ډول پېښو یو لامل کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي هغه پدیده چې له امله یې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img