د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، روسیې د جګړې له پیلېدو راهیسې د اوکراین پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو له ټول ستر بریدونه کړي دي.
اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی،چې دغو بریدونو د شنبې پر شپه د مې پر ۱۷مه د کېیف د نیپروپیټروفسک او دونڅک سیمې په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د اوکراین پر لور ۲۷۳ چاودیدونکې بې پیلوټه الوتکې ورشړل شوې دي.
د اوکراین د هوايي ځواک د شمېرو له مخې، دا برید د جګړې له پیلېدو راهیسې پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له ټولو ستر برید دی.
دغه بریدونه په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې له یو ورځنیو ناکامو مذاکراتو وروسته شوي.
د کيف سیمې قوماندان میکولا کلاشنیک اعلان کړی،چې د بې پیلوټه الوتکو په دغه برید کې یوه ۲۸ کلنه ښځه وژل شوې او د یو څلور کلن ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.
مسکو تر اوسه د بریدونو د لړۍ په اړه څه نه دي ویلي.



