جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ د اسلامي فرهنګ ستاینه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ کې د «شیخ زاید جومات» ته ورغلی او هلته یې، د اسلامي فرهنګ ستاینه کړې ده.

نیویارک پوسټ په یوه راپور کې ویلي چې ټرمپ د عربي متحده اماراتو له ولیعهد خلدون خلیفه المبارک سره یوځای دغه جومات ته ورغلی و.

په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ په ورتګ سره، دغه جومات د یوې ورځې لپاره د لمونځ‌کوونکو پرمخ تړل شوی و.

ټرمپ د یاد جومات د لیدو پرمهال ویلي: «دا د نه منلو فرهنګ دی. ډېر ښکلی دی. دا زما او امریکا لپاره د ویاړ ځای دی.

راځئ چې دا هېواد ته ډالۍ کړو؛ دا لوی درناوی دی. زه پر خپلو ملګرو ویاړم.»

ټرمپ منځني ختیځ ته خپل سفر پای ته ورساوه چې سعودي عربستان، قطر او عربي متحده اماراتو سره د یاد سفر پرمهال د میلیاردونو ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

- Advertisment -spot_img