چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برېتانیا کې ٣ ایراني وګړي له ایران سره د جاسوسۍ په تور نیول شوي


د برېتانیا پولیسو خبر ورکړی،چې د تروریزم پرضد د پراخو عملیاتو په ترڅ کې یې درې ایراني وګړي له یو بهرني دولت سره د استخباراتي همکارۍ په تور نیولي دي.

د برېتانیا د تروریزم ضد پولیسو نن په یوه بیان کې ویلي،چې مصطفی سپه وند، فرهاد جوادي منش او شاپور قلعه خاني نوري په دې تور نیول شوي چې د ۲۰۲۴ م کال د اګست له ۱۴مې څخه یې د روان کال د فبروري تر ۱۶مې پورې احتمالا له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په فعالیتونو کې لاس درلود. پولیسو ویلي دي چې دا اشاره د ایران دولت ته ده.

د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د اوو ایراني وګړو په ګډون اته نور کسان هم د جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

د کورنیوچارو د وزیرې ایویټ کوپر دا د جاسوسۍ پرضد د تېرو څو کلونو بېساري عملیات بللي دي. د ځینو برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دا عملیات په لندن کې د اسراییل پر سفارت د برید له پلان سره تړاو لري،خو چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي په دې پلان کې د تهران د لاس لرلو اړوند راپورونه رد کړي او له نیول شویو کسانو سره یې له قونسلي لارو د تماس غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img