د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې اعلان کړی،چې له اوکراین سره د جنګي بندیانو د تبادلې او احتمالي اوربند پر سر د خبرو اترو د بیا پیل لپاره موافقې ته رسېدلي دي.
یاد اژانس زیاته کړې، دا له درې کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې دي.
د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر میډینسکي د استانبول د خبرو اترو تر پای وروسته د روسیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې دواړه لوري به يو بل ته د زرو بندیانو د تبادلې او د راتلونکو خبرو د چوکاټ پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
ولادیمیر میډینسکي ويلي: “په عمومي توګه، موږ له پایلو راضي یو او چمتو یو، چې خبرو ته دوام ورکړو او په راتلونکو ورځو کې به د زرګونو بندیانو تبادله وشي”
نوموړي زیاته کړې، چې اوکرایني لوري د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې او روسیې دا غوښتنه جدي نیولې ده.
د راپورونو له مخې، دا به له ۲۰۲۲ م کال راهیسې، چې روسیې اوکراین ته د لسګونو زرو سرتېرو د لېږلو عملیات پیل کړي وو، د جنګي بندیانو له ټولو ستره تبادله وي.



