چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هند او پاکستان له شخړو وروسته د افغان سوداګرو لارۍ هند ته رسېدلې

هندي رسنیو راپور ورکړی،چې د هند او پاکستان ترمنځ له وروستۍ شخړې وروسته په لومړي ځل د افغان سوداګرو په سوداګري مالونو بار لارۍ له پاکستانه هند ته واوښتې.

د اپریل له ۲۴ څخه،د پاکستان له لارې هند ته د افغان سوداګرو په سوداګري مالونو بار لاریو ته د تګ راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

پرون ۸ لارۍ، چې د افغان سوداګرو ۱۵۰ ټنه وچه مېوه په کې بار وه او د لاهور او واګې ترمنځ ولاړې وې، د هند اتاري بندر ته واوښتې.

د هند د بهرنۍ سوداګرۍ د خونو ريیس بي کې باجاج د دې اقدام هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانستان څخه نورې لارۍ هم د پاکستان له لارې هند ته ورسېږي.

پاکستان د هند له بدل اخیستونکو بریدونو وروسته د هند خاورې ته هر راز تګ راتګ منع کړ.

د اپریل په ۲۲ مه د هندي کشمیر په پهالګام کې پر سیلانیانو په برید کې ۲۶ تنه ووژل شول.

هند په دې برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ او غچ اخیستونکي بریدونه یې پرې وکړل،خو پاکستان د هند دا تورونه رد کړل.

- Advertisment -spot_img