سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

جی شنکر پرون پنجشنبې په ایکس/ پخواني ټویټر شبکه کې لیکلي،له امیرخان متقي سره يې “ښې ټیلیفوني خبرې” درلودې.

هغه زیاته کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د “ناسمو او بې‌اساسه راپورونو” له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي “قاطع دریځ” ته یې هرکلی ویلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې له افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې “وو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې” غږېدلي دي.

له دې وړاندې، د روان لمریز میاشت په جریان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي ريیس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه کړې،چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.

- Advertisment -spot_img