یوې نوې څېړنې راپور ورکړی؛ هغه زاړه کسان چې له ځیرک موبایل او ډیجیټلي وسایلو ګټه پورته کوي، د ذهني وړتیاوو د کمښت له خطر سره په ځنډ مخامخ کېږي.
په دې څېړنه کې، څېړونکو د نړۍ د ګوټ ګوټ له ۵۰ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو څه باندې ۴۰۰ زره تنو معلومات د ۵۷ علمي څېړنو له تحلیل سره یوځای کړي دي.
د دوی موندنې ښيي،هغه زاړه کسان،چې په منظم ډول له کمپیوټر، ځیرک ټلیفون، انټرنټ، یا د دغو ټکنالوژیو له ترکیب څخه استفاده کوي، د هغو کسانو پرتله چې لږ ورسره کار لري، لږ ذهني زوال تجربه کوي.
دا موندنې هغه نظریه تر پوښتنې لاندې راولي چې ورته “دیجیتلي الزایمر” ویل کېږي؛ یعنې دا مفکوره چې ګواکي د ټکنالوژۍ ډېر استعمال د عمر له زیاتېدو سره د ذهني وړتیاوو د کمښت سبب کېږي.
ډاکټر جرد بنج، چې د ټیکساس ایالت د آستین پوهنتون د حافظې په مرکز کې کلینیکي عصبي ارواپوه دی، ويلي: «دا موندنې د هغه نسل لپاره هیله بښونکی پیغام لري چې له ډیجیټلي وسایلو سره لوی شوی.» هغه زیاتوي: «له دې ټکنالوژیو استفاده له ښه ذهني فعالیت سره اړیکه لري – د هغو اندېښنو لکه د مغز زوال، ذهني ستړیا، یا ډیجیټلي ذهني کمزورتیا خلاف.»
د ټیکساس د بیلور پوهنتون د عصبيپوهاوي د علومو متخصص ډاکټر مایکل سکالین، هم وايي چې د “ډیجیټلي زوال” نظریې د تائید لپاره هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی.
برعکس، موندنې ښيي،چې له ډیجیټلي وسایلو استفاده د ذهني زوال خطر کموي.
څېړونکي په احتیاط وايي، تر اوسه دا معلومه نه ده،چې ایا ټکنالوژي د ذهني فعالیت د ساتلو لامل کېږي او که برعکس، هغه کسان چې له مخکې ښه ذهني وړتیا لري، هغوی له دې وسایلو سره ډېره دلچسپي لري. کېدای شي دواړه عوامل په یو ډول اغېز ولري.
ډاکټر بنج وايي: «موږ فکر کوو درې عناصر په دې پروسه کې مهم رول لري: پېچلتیا، اړیکه، او جبراني چلندونه.
ډیجیټلي وسایل خلک پېچلو فعالیتونو ته هڅوي، ټولنیزې اړیکې زیاتوي او د ذهني زوال له جبرانېدو سره مرسته کوي – لکه له جي پي اس څخه کار اخیستل چې د لارې په موندلو کې مرسته کوي.»
په دې علمي مقاله کې لیکوالانو ټینګار کړی،چې د ټکنالوژۍ د کارولو ډول ډېر مهم دی.



