پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا له قطر سره دفاعي او سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د دفاعي او سوداګریز اړیکو د پیاوړتیا تړونونه لاسلیک کړي دي.

د قطر امیر ویلي، چې د دې تړونونو له لاسلیک وروسته دواړه هېوادونه د اړیکو بل پړاو ته داخل شوي.

ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم د قطر له امیر سره د روسیې او اوکراین د جګړې او د سیمې د وضعیت په تړاو خبرې اترې ګټورې بللي دي.

یاده دې شي،چې د امریکا ولسمشر له ریاض وروسته دوحې ته سفر کړی دی.

- Advertisment -spot_img