سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په افغانستان کې د امنیت او بشري بحران په اړه خبرې شوې

د افغانستان لپاره د ازبيکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف د اروپايي ټولنې له استازي اډوارډز ستیپرایس سره لیدنه کړې.

د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي،چې عصمت الله ایرګاشف او ادوارډز ستیپرایس په افغانستان کې له بشري بحرانه د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.

دوی همداراز د ترمز بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو موضوع وڅېړله.

اروپایي ټولنې ویلي،چې د منځنۍ اسیا لپاره د دوی ځانګړي استازي په دې غونډه کې د افغانستان په اړه رغنده خبرو ته علاقمندي ښکاره کړې ده.

- Advertisment -spot_img