د بغلان ځايي سرچینو د دغه ولایت په «مرکزي بغلان» ولسوالۍ کې د څلورو هټو د لوټلو خبر ورکړی.
د سرچینو پر حواله ياده ولسوالۍ کې د صرافیو په ګډون څلور هټۍ لوټ شوي دي، چې له هرې هټۍ شاوخوا څلویښت زره افغانۍ غلا شوې دي.
سرچینې زياتوي، چې دغه هټۍ د طالبانو امنیتي حوزې ته نږدې موقعیت لري.
دوی په ډاګه کوي،چې دا غلا د طالبانو د حوزې د آمر له بدلېدو وروسته شوې ده.
د سرچینو پر وینا، د طالبانو پخوانی آمر د دې ډلې له نوي ټاکل شوي آمر سره سیالي لرله.
سرچینې کاږي،چې په دې تړاو د طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال او د استخباراتو مشر کابل ته غوښتل شوي دي.
له دې وړاندې هم پر حکومتي دندو د ټاکل کېدو پر سر د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو ګڼ راپورونه ورکړل شوي وو.



