یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان پناه غوښتونکو په اړه د امریکا پرېکړه غندل شوې

د متحده ایالاتو له لوري په دې هیواد کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د ” لنډمهاله خوندي حالت ” د لغوه کولو له اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا آي آر سي په دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي،چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.

دغه کمېټې د پناه غوښتنې، بیا میشتیدنې او د کډوالو د ادغام څانګې د لوړ پوړي مرستیال هانس وان ډي ویرډ له قوله ویلي، چې افغانستان د دې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په اضطراري لست کې د نازک بشري بحرانونو سره د مخ هیواد په توګه ثبت شوی،چې دنیمايي نفوس ژوند یې په بشري مرستو پورې تړلی دی.

نوموړي ویلي که دا پریکړه پلي شي، نو احتمال لري چې له ۹ زره ډېر کسان د اخراج له خطر سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتو کې د مېشتو زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا “ټي‌پي‌اېس” پروګرام به د روانې مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.

د امریکا مخکیني ادارې د ۱۴۶۰۰ افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ امریکا ته داخل شوي وو، د لنډمهاله خوندیتوب اجازه‌لیکونه، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د ۱۸ میاشتو لپاره وغځول.

وروسته له هغه، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان بیا واک ټینګ کړ، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.

له دې ډلې له اویا زرو څخه ډېر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.

- Advertisment -spot_img