ارزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسئولینو ویلي،چې سږ کال به د کچالو کښت د یاد ولایت د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې روان کال په ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکتاره ځمکه کچالو کرل شوي او حاصلات به یې ښه وي.
په ورته وخت کې د ارزګان کروندګر د کچالو لپاره د سړو خونو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې خپلې ستونزې د طالبانو له ځایي مسئولینو سره شریکې کړې دي.
د دوی پر وینا چې سږ کال هلته د کچالو کښت ښه دی، خو د حاصلاتو لپاره یې د سړو خونو نه شتون جدي ستونزه ده،چې باید سرپرست حکومت ورته پاملرنه وکړي.
بلخوا د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسئولینو هم د کروندګرو دا اړتیا منلې، خو ډاډ یې ورکړی،چې د دې ستونزې د حل لپاره د کرنې له وزارت سره غږېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په هېواد کې د یو من کچالو بیه له ۱۵۰ افغانیو نه ده راټیټه شوې، په داسې حال کې چې پخوا به یو من کچالو له ۹۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پېرل کېدل.



