سید عباس عراقچي ریاض کې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، امریکا هڅه کوي ایران د ناامنۍ لامل معرفي کړي او د غزې جګړې ته په اشارې یې زیاته کړې، چې دا هڅه یې سیمه کې د اصلي تهدید له پامه غورځول دي.
عراقچي ويلي: د امریکا د ولسمشر لخوا ایران د ناامنۍ لامل څرګندونې د خلکو فریب او دوکه کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې مقابل لوری دې وپوهېږي چې د اعظمي فشار پالیسي لا دمخه ناکامه شوې ده.
عراقچي ويلي، د ایران د ملت د اقتصادي ستونزو یو لامل امریکا ده،ځکه چې دوی د خپلو ګټو لپاره په ایران کې تر لاس لاندې حکومت غوښتنه کوي، حال داچې داسې غوښتنې د ایراني ملت د وقار سره په ټکر کې دي.
تسنیم اژانس ويلي، عراقچي دغه خبرې د کابینې غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره کړې دي.
واشنګټن چې له اوږدې مودې راهیسې تهران په سیمه کې د بې ثباتۍ او ناوړه فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی،پرون یو ځل بیا امریکايي ولسمشر ټرمپ په ریاض کې د خبرو پر مهال په ایران نیوکې وکړې، چې ایران باید په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي.



