په افغانستان کې د بريتانیا سفارت ويلي،چې ۴۶ سلنه واده شوې افغان ښځې له فزیکي تاوتریخوالي، ۳۴ سلنه له رواني تاوتریخوالي او ۶سلنه له جنسي تاوتریخوالي سره مخ دي.
دغه سفارت دا شمېرې نن سې شنبې د غويي پر ۱۳مه د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په یوه پیغام کې خپرې کړې دي.
د بريتانیا سفارت ټینګار کړی،چې نارینه د دې تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې حیاتي رول ولوبوي.
دغه سفارت د یوه افغان له قوله ویلي: «د افغان نارینه وو په توګه، موږ باید خپلو زامنو ته د ښځو درناوی ور زده کړو او د خپلو کړنو له لارې یوه بېلګه شو.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځې د پخوا پرتله له ډېر تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پر وینا، د طالبانو په رژیم کې د عدالت غوښتنې او د تاوتریخوالي په تړا د شکایت کولو لپاره د ښځو لپاره هېڅ مرجع نشته.



