یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اندونیزیا کې د چاودنې له امله ۱۳ تنه وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په اندونیزیا کې د مهماتو په یوه زېرمه کې د یوې مرګونې چاودنې له امله د څلورو پوځیانو په ګډون لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی،چې دا پېښه پرون دوشنبې هغه وخت رامنځته شوه،چې پوځي ځواکونه په لوېدیځ «جاوا» کې د تاریخ تېر مهمات پاکول.

رسنیو همدا راپور ورکړی،چې د اندونیزیا د پوځ ویاند کریسټومي سیانټوري په حواله، نهه ملکي وګړي او څلور سرتېري د قربانیانو په منځ کې شامل دي.

د پوځ یو بل ویاند، واهیو یودهایانا، سیمه‌ییز ټلوېزیون ته ویلي،چې چاودنه د مهماتو د تصفیې پروسې په پای کې وشوه او پوځ یې د دقیق لامل په اړه پلټنه کوي.

دا په تېر کال کې په اندونیزیا کې د زړو مهماتو دوهمه پېښه ده. رسنیو د تېر کال په مارچ کې د جاکارتا ته نږدې په یوه ډیپو کې د ورته اورلګېدنې یادونه کړې ده.

چاودنې او د زړو مهماتو سره تړلو پېښو په اندونیزیا کې د مهماتو د تصفیې پروسو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. پوځي چارواکو ژمنه کړې،چې د داسې پېښو د بیا پېښېدو مخنیوي لپاره به بشپړه څېړنه وکړي.

- Advertisment -spot_img