د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ ويلي،چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړيوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن سېشنبه پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي،چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړيوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي. د دغو مرستو کچه مخکې ۲۵۰ زره یورو وه او اوس ۵۰۰ زره یورو ته لوړېږي.
خو دې ادارې د یادې مرستې د تطبیق د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، لسګونه زره کسان چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي، افغانستان له راستنېدو وروسته له بېوزلۍ او ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.
یادې ټولنې زیاته کړې،چې سرپناه، روغتیایي پاملرنه، خواړه او پاکې اوبه د دغو خلکو له بېړنیو اړتیاوو دي.
د یادونې ده چې هره ورځ زیات شمېر افغان کورنۍ په زور له پاکستانه را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راستنېږي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د افغانانو د خوندي او باعزته راستنېدو د شرایط تر برابرېدو د هغوی د جبري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.



