یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

م.م : افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین لا هم مخ پر وړاندې روان دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي،چې په افغانستان کې د نو زېږو ماشومانو د ملاتړ لپاره له ۶۶۰۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کوي.

یونیسف نن دوشنبې په یوه راپور کې ویلي،چې دا پروژه به له زېږونه تر ۱۸ میاشتو پورې د ماشومانو ملاتړ وکړي.

د راپور له مخې، دا ۶۶۰۰۰ پر شرایطو برابرې کورنۍ به د زابل، کونړ، سمنګان او غور ولایتونو کې له دغو مرستو برخمنې شي.

د یونیسف په راپور کې راغلي چې په دغو ولایتونو کې د خوارځواکۍ کچه د نورو ولایتونو پرتله له معمولې کچې لوړه ارزول شوې ده.

یونیسف دا پروژه د مرکزي آسیا د بانک او نورو شریکانو په مالي ملاتړ تمویلوي.

دا پیسې به د ماشومانو د خوړو او درملنې لپاره وکارول شي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین لا هم مخ په زیاتېدو دی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی،چې سږکال به پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونو ته لوړ شي.

- Advertisment -spot_img