په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اقدام کې، حماس ډلې د یو اسرائیلي پوځي «ادان الکساندر» د خوشي کېدو خبر ورکړی.
رویټرز راپور ورکړی،چې ښايي دغه اسرائیلي پوځي راتلونکې سېشنبې د حماس له لوري خوشی شي.
په ورته وخت کې قطر او مصر هېوادونو د حماس لخوا د اسرائیلي «ادان الکساندر» د خوشيکولو خبر په غزه کې اوربند او بشري مرستو ته د اجازهورکولو هوکړې ته د رسېدو لپاره ښه اقدام بللی او هرکلی یې کړی دی.
تر اوسه روښانه نه ده،چې حماس به دا اسرائیلي پوځي څه وخت خوشی کوي.
له دې مخکې په غزه کې د لنډمهالي اوربند پرمهال اسرائیلو او حماس د یو بل سلګونه بندیان تبادله کړي وو.
په غزې تړانګه کې د اسرائیلو او حماس پر جګړې نږدې درې کلونه اوړي، چې په دې موده کې د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو له امله د ډېرو ماشومانو په ګډون لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو سازمانونو د غزې بشري وضعیت نازک بللی او له لوږې او قحطۍ سره یې د میلیونونو ماشومانو د مخامخېدو راپورونه هم ورکړي دي.



