د جینیوا د ډیالوګ او پرمختګ مرکز د افغانستان په راتلونکي کې د مدني ټولنې او ډیموکراتیکو ځواکونو د رول په اړه د ملي خبرو اترو د څلورم پړاو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دغه مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې دغه کنفرانس به د ۲۰۲۵ کال د مې پر ۲۶ او ۲۷ د ترکیې په انتالیا کې ترسره شي.
د دغه مرکز پر وینا، د دغه کنفرانس څلورم پړاو به د « د اساسي قانون د مشروعیت او د افغانستان د سیاسي بهیر لپاره د لار نقشه» تر سرلیک لاندې ترسره شي.
د دغه مرکز په اعلامیه کې راغلي چې راتلونکې غونډه به د مدني ټولنې او ډیموکراټیکې شبکې پر جوړېدو تمرکز وکړي او دغه راز به د اساسي قانون پربنسټ د نظم دورې ته د لیږد په تړاو تخصصي بحث وکړي.
په دې اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې: «په تېرو درېیو کلونو کې د دغو خبرو اترو بهیر د افغانستان د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي تحولاتو لپاره د راتلونکې لارې او ننګونو د څېړلو په موخه پیل شوی دی.»
دا خبرې اترې په جلاوطنۍ کې د افغان مدني ټولنې ترمنځ ترسره کېږي.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالیتونه او هر ډول سیاسي حرکتونه ځپلي دي.



