هېواد کې د طالبانو د ورزش ادارې ویاند اتل مشواڼي تر نامعلوم وخته د شطرنج لوبې له ځنډېدو خبر ورکړی دی.
د يادې ادارې ویاند ویلي، «د شطرنج ورزش پر اړه له دیني اړخه ملاحظات موجود دي، د امربالمعروف په قانون کې یې هم منعه راغلې ده، له همدې امله ترڅو چې یادو ملاحظاتو ته ځواب پیدا کېږي، د شطرنج ورزش په افغانستان کې په ځنډېدو دی.»
طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د تخنیکي او شرعي دلایلو له امله په هېواد کې د شطرنج لوبې ځنډېدلې دي.
باید وویل شي،چې په افغانستان کې د شطرنج رسمي لوبې د شطرنج ملي فدراسیون له لوري مدیریت کېده او یوه ملي لوبډله یې هم درلوده.
هر کال د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د شطربج غوراوي سیالۍ ترسره کېدې او وروسته به ترې ۱۵ کسیزه لوبډله جوړېده او په نړیواله کچه هم دا لوبه بې شمېره مینهوال لري.
د یادولو ده چې طالبانو له دې وړاندې د ازادې مبارزې پر سیالۍ هم بشپړ بندیز وضع کړی و.



