چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کور د ننه پر شطرنج لوبه بنديز ولګېد

هېواد کې د طالبانو د ورزش ادارې ویاند اتل مشواڼي تر نامعلوم وخته د شطرنج لوبې له ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د يادې ادارې ویاند ویلي، «د شطرنج ورزش پر اړه له دیني اړخه ملاحظات موجود دي، د امربالمعروف په قانون کې یې هم منعه راغلې ده، له همدې امله ترڅو چې یادو ملاحظاتو ته ځواب پیدا کېږي، د شطرنج ورزش په افغانستان کې په ځنډېدو دی.»

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د تخنیکي او شرعي دلایلو له امله په هېواد کې د شطرنج لوبې ځنډېدلې دي.

باید وویل شي،چې په افغانستان کې د شطرنج رسمي لوبې د شطرنج ملي فدراسیون له لوري مدیریت کېده او یوه ملي لوبډله یې هم درلوده.

هر کال د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د شطربج غوراوي سیالۍ ترسره کېدې او وروسته به ترې ۱۵ کسیزه لوبډله جوړېده او په نړیواله کچه هم دا لوبه بې شمېره مینه‌وال لري.

د یادولو ده چې طالبانو له دې وړاندې د ازادې مبارزې پر سیالۍ هم بشپړ بندیز وضع کړی و.

- Advertisment -spot_img