پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر اسرائیل د حوثيانو توغندیز او ډرون بریدونه شوي

یمن کې د حوثي وسله‌والو ویاند یحیی سریع خبر ورکړی، چې پرون یې د اسرائیلو په بن ګوریون هوايي ډګر او یو بل مهم هدف توغنديز او ډرون برید کړی دی.

سریع یوه بیان کې ویلي چې: “اسراییل کې مو په بن ګوریون هوایي ډګر او جفا کې مو په یو بل مهم هدف بریالي عملیات وکړل او د الله په فضل خپل هدف ته ورسېدو.”

هغه که څه هم دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي،چې اسراییلي پوځ ونه شو کولی د دوی د ډرون او توغندیز برید مخه ونیسي او د بن ګوریون ډګر الوتنې یې وځنډولې.

ورته وخت کې اسرائیلو ویلي چې د حوثي وسله والو توغندی یې په بریالیتوب سره شنډ کړی دی.

یحیی سریع همدارنګه ویلي،چې د غزې د محاصرې تر پایته رسېدو به د اسرائيل پر ضد بريدونو ته دوام ورکړي.

دا په تېرو شپږو ورځو کې دویم ځل دی چې حوثیان پر اسرائیل او بن ګوریون هوایي ډګر د ډرون او توغندي برید کوي.

- Advertisment -spot_img