پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هند پر وړاندې د پاکستان د پوځي عملیاتو پیلېدل

د پاکستان پوځ د هند پر ضد د “بنیان المرصوص” عملیات وروسته له هغې پیل کړي،چې د هند پوځ تېره شپه پنجاب او راولپېنډۍ کې درې پوځي اډې په نښه کړې.

د راپورونو پر اساس، د پاکستان په عملیاتو کې د هند برهموس، پټهانکوټ او دهامپور پوځي اډې په نښه شوې دي.

راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان د هند د دوامداره بریدونو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او د مقابل لوري مهم پوځي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

ورته وخت کې هندي چارواکو ویلي،چې پر پوځي اډو یې د پاکستان توغندیز بریدونه شنډ کړي، خو کنټرول کرښې ته نږدې په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

دې سره، د هند تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب ایالت کې د چاودنو او هوايي بریدونو غږونه اورېدل شوي او د هندي پوځ پر وینا، ۲۶ سیمو کې د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې لیدل شوې دي.

تراوسه په رسمي ډول د دواړو لوریو په نښتو او توغندیزو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو جزئیات نه دي ورکړي.

د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ دا جګړه په تېرو دریو لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.

- Advertisment -spot_img