د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس، غواړي،په راتلونکو شلو کلونو کې خپله ۹۹ سلنه شتمني وبښي.
د بلومبرګ شبکې پر اساس، بیل ګیټس د نړۍ پنځم لوی شتمن دی. که نوموړی خپله ۹۹ سلنه شتمني وبښي، بیا به هم میلیاردر پاتې شي.
هغه اراده لري،چې خپله شتمني د خپل خیریه بنسټ له لارې ووېشي، څو دا بنسټ په ۲۰۴۵ م کال کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.
ګېټس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویبلاګ کې ولیکل: «له مرګه وروسته به خلک ډېر څه ووایي، خو زه غواړم داسې څه وکړم چې هیڅوک و نه وايي، هغه شتمن ومړ.»
ښاغلي ګېټس ویلي،چې د هغه بنسټ یا فونډېشن تر دې دمه شاوخوا سل میلیارد ډالره پر روغتیا او پراختیایي پروژو لګولي او ښايي د بازار بدلونونو او انفلاسیون ته په پام، په راتلونکو دوو لسیزو کې لا هم دوه سوه میلیارد ډالر ولګوي.
ګېټس او پل الن په ۱۹۷۵ م کال کې مایکروسافټ شرکت جوړ کړ.



