سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چینایي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې


د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن چارو مرستیال له چینایي پانګوالو سره کتلي او په دې کتنه کې چیني شرکت افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل فائز،پرون چهارشنبې په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر چینایي پانګوالو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، چې د وزارت د اړوندو ریاستونو مسئولینو هم په کې برخه لرله، چینایي پانګوال “لینبو چو” وویل، دوی له څه مودې راهیسې په افغانستان کې حضور لري او غواړي د مسکن په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې:«که د کورونو جوړولو لپاره مناسب ځای یا ځمکه وټاکل شي، موږ چمتو یو چې ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه وکړو.»

د وزارت مرستیال ښاغلي فائز، د چيني پانګوالو هرکلی کړی او وې ویل،چې افغانستان بیارغونې ته جدي اړتیا لري، په ځانګړې توګه د استوګنځیو جوړول یوه مهمه اړتیا ده.

نوموړي ډاډ ورکړی،چې وزارت به د پانګوالو ملاتړ وکړي او د همکارۍ لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې، دواړه لوري دې ته سره سلا شوي،چې د همکاریو د څرنګوالي په اړه به په راتلونکې غونډه کې تفصیلي بحث وشي.

- Advertisment -spot_img