چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله ٥ تنه مړه شوي

انادولو آژانس راپور ورکړی،چې نن سهار د هند په «اتراکنډ» ایالت کې اترکاشي سیمې د ګنګاناني ګرمو چینو ته نږدې د یوې چورلکې د لوېدو له امله ٥ تنه مړه او ٢ نور ټپیان شوي دي.

هندي رسنیو د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د مرګونې پېښې د یو ټپي حالت یې نازک بللی دی.

هندي چارواکو ویلي چې د چورلکې د لوېدو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د دغه ایالت چارواکو ویلي،چې اداري او د ژغورنې ټیمونه د پېښې ځای ته حاضر شوي او امر یې کړی،چې هر ډول ممکنه مرسته چمتو شي او د پېښې لامل وڅېړل شي.

د یادولو ده چې د “سندور عملیاتو” په ترڅ کې د هند د توغندیو بریدونو او د کشمیر په اړه د وروستیو تاوتریخوالو وروسته نښتې زیاتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img