یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر پاکستان د هند برید ته نړیوال غبرګونونه څه دي؟

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد، چې هند په کشمیر کې د یوه مرګوني برید په ځواب کې د پاکستان په خاوره هوايي بریدونه وکړل. دغو نښتو د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راوپارول.

له دې بریدونو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په ایکس پاڼه لیکلي: “په کشمیر کې د سیلانیانو وژنه او اوس په پاکستان کې پر اهدافو د هند برید د پېښو یوه وحشتناکه لړۍ ده،چې دواړه خواوې باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.”

هغه ټینګار کړی،چې د تاوتریخوالي کارول د ناورین لاره ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د هند له لوري پر پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي، دوی هیله لري،چې دا کړکېچ به ژر پای ته ورسېږي، ځکه پر وینا یې هند او پاکستان له اوږدې مودې یو بل ته ګوته پر ماشه دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو سره په یوه غونډه کې له دواړو هېوادونو غوښتي،چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو څخه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو، د زغم او د شخړو د سوله‌ییز حل غوښتنه کړې ده.

د غبرګونونو په دوام، په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف دغه بريد د هندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه بللې ده.

ښاغلي ضعیف په ایکس پاڼه لیکلي،چې پنجاب د «جهاد» په نوم پښتانه د هند پر وړاندې جګړې ته هڅوي او له پښتنو یې غوښتي،چې له دې لوبې لرې و اوسي.

د کشمیر سیمې په اړه د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی اوږد تاریخ لري.

دواړه هېوادونه دا سیمه د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او په تېرو وختونو کې یې په اړه څو شخړې درلودې.

وروستیو بریدونو د پراخې شخړې د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

- Advertisment -spot_img