سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: پر یمن به د امریکا بریدونه ودرول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، حوثیان تسلیم شوي او پر یمن به هم د امریکا هوایي بریدونه ودرول شي.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي: «حوثيانو غوښتي، څو پر هغوی بریدونه ونه کړو. دوی ټينګار کړی،چې منځني ختیځ کې به پر تلونکو بېړیو بریدونه نه کوي.»

ټرمپ د حوثیانو پیغام په اړه توضیحات نه دي ورکړي، خو په وینا یې، حوثیانو ژمنه کړې،چې امریکايي بېړۍ به نه په نښه کوي.

حوثیانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دي،چې پر یمن د اسرائيل د هوایي بریدونو په دویمه ورځ د حوثیانو په مرکزونو او زېرمو درانه هوايي بریدونه وشول.

ورته وخت کې اسرائیلي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر د یمن په اړه د خپلو څرګندونو په تړاو اسرائیل نه دی خبر کړی.

- Advertisment -spot_img