پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډنمارک؛ ننګرهار کې ۵۴ سېلاب‌ځپلو ته کورونه جوړ کړل

د ننګرهار د طالبانو سیمه‌ییز مسئولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت لسګونو سېلاب‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه کورونه د ډنمارک کډوالۍ سازمان (DRC) په مالي لګښت جوړ شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده سیمه کې ۵۴ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شوي،چې ټولټال پرې ۱۱۴ زره او ۷۴۵ امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.

د ډنمارک کډوالۍ سازمان استازي منیراحمد منیب ویلي، له دې مخکې هم د یادې ادارې له لوري په اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې ۳۰۷ کورونه بیارغول شوي او همدا راز د نورو زېربنایي او بيړنیو مرستو په اړه راتلونکي کې چمتووالی لري.

- Advertisment -spot_img