د پروان ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولايت کې يوه پخواني نظامي د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
سرچینو ويلي، چې دغه پخوانی نظامي چې نوید غلامي نومېده او د جبلالسراج ولسوالۍ د «صفي خیل ګلبهار» کلي اصلي اوسېدونکی و.
سرچینو زياته کړې،چې نوموړی د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته، دوه ځلې ایران او ترکیې ته هم کډوال شوی و.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوید د ایران–ترکیې پر لاره د غلو له خوا یرغمل شوی و او د درې زره ډالرو د ورکړې په بدل کې خوشی شوی و.
سرچینې ټینګار کوي چې بې وزلي او پورونه د نوموړي د ځانوژنې اصلي لاملونه وو.
د پخواني حکومت له سقوط وروسته، پخواني نظامیان له امنیتي، اقتصادي ستونزو او د طالبانو لهخوا له دوامداره ګواښونو سره مخ دي.



