یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوچستان کې وسله‌والو ۵ پولیس تښتولي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو د برید پر مهال پنځه پولیس له ځان سره تښتولي او د بندیانو خوشي‌کولو ترڅنګ یې، ګڼې‌ دولتي ودانۍ هم سوځولې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې وسله‌والو پنځه پولیس له ځان سره بېولي او لس بندیان یې هم ازاد کړي دي.

پېښه د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې،چې وسله‌والو دې سیمه کې پر یوه زندان برید وکړ.

رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې شاوخوا ۱۲ وسله‌والو د کوټې-کراچۍ لاره هم تړلې وه. له دې وړاندې دغلته وسله ‌والو د نشنل بانک، نادرا دفتر او نورو ودانیو ته هم اور اچولی دی.

د یاد برید مسئولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

یادې ډلې له برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د تښتول شویو پولیسو انځورونه خپاره کړي او د پاکستان پوځ ته یې، د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې، خو د پاکستان پوځ بیا تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

- Advertisment -spot_img