د اوکراین پوځ ادعا کړې،چې دوی په لومړي ځل د روسیې یوه جنګي جېټ الوتکه را غورځولې او دا په نړۍ کې د سمندري ډرون په وسیله د جنګي جېټ د نسکورېدو لومړنۍ پېښه بلل شوې ده.
د رویټرز په راپور ویل شوي،چې دا پېښه پرون په تور سمندرګي کې شوې او د اوکراین یوې استخباراتي ډلې دا روسۍ جنګي جېټ راغورځولې ده.
بلخوا روسیې تر اوسه په رسمي توګه د دې الوتکې د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو د روسیې دفاع وزارت ځینو سرچینو د اوکراین لخوا د دوی د جنګي جېټ د نسکورېدو پېښه تائید کړې ده.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ټرمپ ادارې او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې د پای تهرسولو پر سر خبرې روانې دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ځینو اقتصادي تړونونو د لاسلیککېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ویل کېږي چې په دغو تړونونو کې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې تر ځینو شرایطو پورې محدودې شوې دي.



