پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ نن ځمکني لنډ واټن ویشتونکي توغندي “عبدلي” (حتفII-) په بریالیتوب سره ازمويلی دی.
دا توغندی، د ۴۵۰ کیلومتره واټن ویشتلو سربېره د دودیزو او اټومي سرګلولو د لیږدولو وړتیا هم لري.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) پر وینا، وروستۍ ازموینه د ځواکونو د عملیاتي چمتووالي او د توغندیو د لوړې وړتیا ارزولو لپاره ترسره شوه.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره شو،چې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د وروستي ترهګریز برید وروسته خپل اوج ته رسېدلی دی.
د عبدلي توغندی، چې د پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندیو لړۍ برخه ده، د “انډیز” تمرین په چوکاټ کې ازمويل شوی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اعلان کړی، چې دا ازموینه بریالۍ وه او د ټاکل شوي اهدافو په شمول د هدف دقت او د نیویګیشن سیسټمونو فعالیت، ترلاسه شوي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف او د هېواد د وسله والو ځواکونو مشرانو په دې ازموینه کې د ښکېل پوځي پرسونل، ساینس پوهانو او انجنیرانو ستاینه کړې ده.
دا ازموینه په داسې حال کې وشوه چې پاکستان په وروستیو اوونیو کې په ځانګړې توګه د اپریل په ۲۶، ۲۰۲۵ کې په پهلګام کې د برید وروسته چې ۲۶ سیلانیان یې ووژل شول په لوړ خبرداري کې و.



