په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له رامنځته شویو شرایطو سره د مبارزې لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفتن دوجاریک ویلي: «دا نوې بودجه هم لومړنۍ او هم له ټولو لویه ګډه مرسته ده،چې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوونکو اقداماتو ملاتړ کوي.»
په دې پیسو کې ۶.۶ میلیون ډالره د بيړنيو مرستو د مرکزي صندوق (CERF) له خوا او ۱۰ میلیون ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکول کېږي.
د دوجاریک پر وینا، دا بودجه به د وچکالۍ تر شدت وړاندې د نغدو پیسو او مادي مرستو له لارې د خوړو امنیت، کرنې او مالدارۍ، اوبو، حفظالصحې، روغتیا، تغذیې او ساتنې په برخو کې خلکو ته ورکړل شي.
هغه دا وضعیت بیړنی وباله ویې ویل: «که موږ سمه ساینسي پوهه او معلومات ولرو، نو کولی شو ژر اقدام وکړو، ډېر خلک وژغورو او محدودې سرچینې په اغېزمن ډول وکاروو—په ځانګړي ډول اوس چې د تمویل له سخت کمښت سره مخامخ یوو او دې کمښت د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی دی.»
دا اعلان وروسته له هغه وشو،چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال سرمنشي، تام فلیچر، افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه.
هغه په کابل کې له بشري مرستندویو شریکانو، لکه غیر دولتي مؤسسو، د ښځو په مشرۍ بنسټونو او د مدني ټولنې له استازو سره ولیدل.



