د هند د سوداګرۍ عمومي ادارې اعلان کړی،چې له پاکستانه پر ټولو وارداتو ان هغو توکو چې د دغه هېواد له لارې هند ته راوړل کېدل، بندیز لګول کېږي.
رویټرز د هند د سوداګرۍ ادارې له خولې راپور ورکړی،چې دا پرېکړه د ډیپلوماټیکو ترینګلتیا وو او د پهلګام په سیمه کې تر برید وروسته شوې ده.
د راپور له مخې، دې ادارې ټینګار کړی،چې دغه بندیز به ژر عملي شي.
په راپور کې راغلي: «دا محدودیت د ملي امنیت او عمومي سیاست د ګټو په موخه لګول شوی دی.»
تېره اوونۍ د کشمیر درې کې د پهلګام په غرنۍ سیمه کې د ځينو کسانو په برید کې چې د وسله والو ډلو د غړیتوب شک پرې کېږي، لږ تر لږه ۲۶ سیلانیان وژل شوي وو.
هند پاکستان د دغه برید مسئول بللی او خپلې ټولې اړیکې یې ورسره پرې کړي دي.
د پاکستان پوځي چارواکو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و،چې ښايي هند په نږدې ورځو کې پوځي برید وکړي.



