د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هغه معامله تائید کړه،چې له مخې یې متحد ایالات اوکراین ته د مخکې ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي الوتکو پیلوټان روزي او پرزې او تجهیزات ورته برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي،چې کانګرس ته یې د څه باندې ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې معاملې په اړه خبر ورکړی دی.
اوکراین د ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې د پخواني ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه اف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړې وې او د دې هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روان کال په پیل کې اعلان وکړ،چې جنګي جټ الوتکې یې ترلاسه کړې،خو د شمېر یادونه یې ونه کړه.
امریکا دا اعلان وروسته له هغه کوي،چې ولسمشر ډونالډټرمپ د بایډن د ادارې له خوا کییف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي او مالي مرستو پر ورکړه کلک انتقادونه کړي دي.



