پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیل دمشق ته نږدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ،چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي.

د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.

له دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسله‌والو او د دروزي اقلیت د ملېشو ترمنځ دمشق ښار ته نږدې څو ورځې جګړه روانه وه.

په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی،چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي،چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.

د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»

د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي،چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.

- Advertisment -spot_img