شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو د اور وژنې لپاره له اروپایي هېوادونو مرسته غوښتې

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پلازمېنې بیت المقدس ته نږدې ځنګلي سیمو کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په څو سیمو کې اوسېدونکي ایستل شوي او د هېواد چارواکو د اور د کنټرول لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې. له دې سره اسرائیل ټایمز ویلي، چې اروپایي هېوادونه نن اسرائیل ته د اور وژنې اته الوتکې لېږلي دي.

اورلګیدنه، د بیت المقدس او تل ابیب ترمنځ لویې لارې ۱ ته نږدې رامنځته شوه، وحشتناک صحنې رامنځته کړې. ویډیوګانو ښودلې،چې موټر چلوونکي په اور کې نیول شوي او خپل موټرونه پرېږدي او په پښو تښتي.

د اور څخه ډک لوګی هم لویه لاره او د بیت المقدس شاوخوا سیمې پوښلي، چې ترافیک یې ګډوډ کړی دی.

د اسراییلو رسنیو د راپورونو له مخې، اورلګېدنې تر دې دمه څو کسان ټپیان کړي دي، مګر د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اور شدت او پراخوالي اسرائیلي چارواکي اړ کړل،چې له بهرنیو هیوادونو څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړي. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ،چې ایټالیا او کروشیا ژمنه کړې،چې د اور وژنې ځانګړي الوتکې واستوي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی وو، چې دوی د ورته مرستې لپاره د یونان، قبرص او بلغاریا سره خبرې اترې کوي. له تېرې ماښام راهیسې، د اور وژنې او ژغورنې له ۱۲۰ څخه زیاتې ډلې، چې د ځانګړو الوتکو او چورلکو په ملاتړ یې ملاتړ کېږي، د اور د کنټرول لپاره شپه او ورځ کار کوي.

له دې سره اسرائیل ټایمز ویلي، چې اروپایي هېوادونه نن اسرائیل ته د اور وژنې اته الوتکې لېږلي دي.

د اسرائیلو پوځ د اور د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ژغورنې ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي. په هرصورت، په سیمه کې تیز بادونه او وچې هوا د اور مړ کول ستونزمن کړي دي.

د اسرائیلو رسنیو هم د اور لګېدو په شک د یو کس د نیولو خبر ورکړی، خو د اور لګېدو لامل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

- Advertisment -spot_img