هندي رسنیو خبر ورکړی،چې هېواد یې خپل هوايي حریم د سوداګریزو او نظامي په ګډون د هر ډول پاکستاني الوتنو پر مخ تړلی دی.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي،چې هند د کشمیر تر مرګوني برید وروسته، د”۱۹۶۰” کال د سیند د اوبو تړون وځنډاوه، له پاکستان سره یې دوه اړخیزه سوداګري ودروله او د اتاري-واګه سرحدي لارې بندولو سره سره یې د پاکستاني اتباعو ویزې هم لغوه کړې.
د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې د اپریل د ۲۲مې نېټې له هغه برید راهیسې خرابې شوې،چې په کشمیر کې یې ۲۶ سیلانیان ووژل.
د نړۍ ګوټ ګوټ هېوادونو له نوي ډیلي او اسلام آباد څخه غوښتي،چې له زغم څخه کار واخلي.
بلخوا پرون ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو،چې هند به تر راتلونکو ۳۶ ساعتونو پر پاکستان برید وکړي او خبرداری یې ورکړی،چې که هند برید وکړي د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخ شي.



