چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د عمان له بندخونو ٩ افغانان خوشي شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزارت اعلان کړی، چې د عمان د سلطان د بښنې فرمان له مخې نهه افغان بندیان د دغه هېواد له بندخونو خوشي شوي دي.

د دغه وزارت پر وینا، د خوشي شویو کسانو څخه شپږ یې افغانستان ته راستانه شوي او درې نور یې ټاکل شوې، ډېر ژر هېواد ته ولیږدول شي.

طالب چارواکو د عمان له حکومته د دې بشري او اسلامي اقدام لپاره مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال، د کوچني اختر په څېر په مناسبتونو کې، اسلامي هېوادونه د شاهي یا ولسمشر د بښنې فرمانونو په صادرولو سره یو شمېر بندیان خوشي کوي. دا لومړی ځل نه دی،چې افغانان په داسې پروسه کې شامل شوي دي.

له دې سره په پاکستان کې د افغانانو د نیولو پر دوام، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو تېره ورځ له پاکستاني بندخونو د ۹۷ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img