په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرسیال او د «اوچا» رییس کندهار ته په سفر تللی دی.
فلیچر پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي،چې په دغه سفر کې یې په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین او دغه ولایت کې یې له راستنو شویو خلکو، ماشومانو او جلا شویو کورنیو سره کتلي دي.
ټام فلیچر د هغو ښځو ستاینه کړې،چې په نړیوالو سازمانونو کې له راستنېدونکو سره د مرستې په برخه کې فعالیت کوي.
د اوچا رییس په پنځه ورځني سفر افغانستان ته راغلی دی.
هغه په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره کتلي او ډاډ یې ورکړی،چې ملګري ملتونه به د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ وکړي.
طالبانو هم د ملګرو ملتونو د دوامداره مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډله لا هم بشري همکارۍ ته اړتیا لري.



