شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ تنه مړه شوي

چینايي رسنیو خبر ورکړی،چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې د یو رستورانت دننه اور لګېدلی،چې له امله یې ۲۲ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې دا پېښه نن سې‌شنبې د شمال‌ختیځ په «لیائونینګ» ښار کې شوې او لامل یې نه دی څرګند شوی.

بلخوا د اسوشیټډپرس په یو راپور کې ویل شوي،چې اورلګېدنې په یو رستورانت کې درنه چاودنه شوې او لږ تر لږه ۲۵ تنو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د چین ولسمشر «شي جین‌پینګ» دا پېښه جدي خبرداری بللی او له مسئولینو یې غوښتي،چې د دې اورلګېدنې د علت معلومولو لپاره بېړنۍ اقدام وکړي.

په چین کې له تېرو څلو کلونو راهیسې ورته پېښې زیاتې شوې،چې د ډېرو لاملونه یې د ګازي ډبو لیک‌کېدل بلل شوي دي.

د ویلو ده،چې له دې مخکې د ایران په بندرعباس کې د درنې چاودنې له امله لسګونه تنه ووژل شول او تر ۱۳ سوه ډېر ټپیان شول.

تر اوسه د دغو دواړو پېښو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

- Advertisment -spot_img